د چین د بورسیې رقابتي ازموینه د مهاجرینو چارو په وزارت کې واخیستل شوه

sadam_morr
Wed, Apr 03 2024 11:52 AM
_

د چين د بورسیې لپاره رقابتي ازموينه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۸ تنو کارکوونکو په ګډون واخیستل شوه.

د وزارت د بشري سرچینو رییس مفتي مدیر ګل احمدي د دې ازموینې د څارنې پرمهال پر پوره روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي، چې وړ، با استعداده، ژمن او رښتیني کسان د خلکو د خدمت لپاره غوره کړي، چې د دې ادارې لپاره ښه لاسته راوړنه ولري.

د دې ازموینې له ګډون کوونکو څخه به هغه ۸ تنه چې لوړې نومرې ترلاسه کړي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته ور وپېژندل شي.

ټاکل شوې ده چې د چين د بهرنيو مرستو او تجهيزاتو په اړه به دوه اونيز ښوونیز سيمينار ډېر ژر په چین کې جوړ شي.

Latest news

BACK TO NEWS