د قومونو یووالی د قرآن او سنت په تابعدارۍ او د یوبل په اورېدلو راځي

sadam_morr
Mon, Mar 11 2024 11:02 AM
_

پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون په کچه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره په جوړه شوې غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني وویل: افغانانو هرکله د علماو په فتوا باندې د هغو ښکرورو ښکرونه مات کړي، چې د نړۍ نور خلک به ترې په ډار کې وو
ښاغلي حقاني په ټولنه کې د علماو رول او اهمیت ته په اشارې وویل، زمونږ د ژوند په هره برخه خوشالۍ او خفګان، نکاح او جنازه کې علما موجود وي او افغانان حتا په ماشوم باندې نوم هم د عالم په خوښه ږدي
نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو، عنعنوي جرګو او علماو په توسط حل کړي
ښاغلي حقاني وویل: په تېر کې د خدمت په نوم یوازې ولسونه غولول شوي او هیڅ بنسټیز خدمات نه دي ورته ترسره شوي اوس ددې وخت دی، چې بنسټیزې پروژې پلي شي او هېواد په خپلو پښو ودرول شي
ښاغلي حقاني دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا جوړه شوې غونډه وستایله او په راتلونکې کې د دا ډول غونډو جوړولو او پراختیا غوښتنه یې ترې وکړه

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS