د فاریاب ولایت د مهاجرینو رییس د مهاجرت نړیوال سازمان د بشري مرستو د همغږۍ له مسول سره ولیدل.

sadam_morr
-

د فارياب ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رییس ملا سيف الدين جهادي د کب پر ١٤مه د خپل کار په دفتر کې د مهاجرت نړيوال سازمان د بشري مرستو د همغږۍ له مسول ښاغلي نيکو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو او زيانمنو شويو خلکو لپاره د بشري مرستو د پيل په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي نیکو وویل: د مهاجرت نړیوال سازمان هڅه کوي، چې په نږدې راتلونکي کې راستنیدونکو او بې ځایه شویو ته د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو او سرپناوو د جوړولو په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي.

د مهاجرينو رييس د دې سازمان د فعاليتونو د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: په افغانستان کې اوس تر پخوا ډېر امنيت ټینګ شوی دی او د فارياب خلک د ژمي په سړه هوا کې لا زياتو بشري مرستو او سرپناوو ته اړتيا لري.

نوموړي په هغه ولايت کې راستنېدونکو، بې ځايه شويو او اړمنو سره د سرپناه، نغدي، خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستې غوښتنه هم و کړه.

په پاى کې د یاد دفتر مسول په هغو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه، چې د مهاجرينو د رييس له لوري وړانديز شوي وو.