د کډوالو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر ولیدل

sadam_morr
Sun, Mar 03 2024 8:49 PM
-

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې آغلې "های کیونګ جون" د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې د تازه راستنو شوو مهاجرینو، داخلي بېځايه شوو او په راتلونکې کې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې وشوې

آغلې جون وویل، افغانستان ته د راتګ هدف یې دلته د مهاجرینو وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې شریکول دي

نوموړې همدا راز د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړې او د مهاجرینو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه

د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو سرپرست نوموړې ته له ښه راغلاست وروسته وویل: د مهاجرینو چارو وزارت هم یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمات ترسره کوي، ښاغلي حقاني وویل، مونږ ته د نظام اصول ترهرڅه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي

نوموړي په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار وکړ

په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم په په تفاهم او همغږۍ ټینګار وکړ او دا چې ددواړو ادارو د کار ساحه ګډه ده، نو خدمات هم باید د یوه ګډ پلان له مخې ترسره شي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS