له ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په ايران کې مېشت ۴۸۱مهاجرین د سلواغې پر ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

د هرات د سرحدي آمریت  د معلوماتو له مخې په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۱۳۵تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې تر لاسه کړل.

 همدارنګه ۳۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل

او ۱۵۶تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.