د هېواد په پولو کې ګومارل شوو کمېټو له خوا تر سلو زیاتې  راستنېدونکې کورنۍ له لومړنیو مرستو برخمنې شوې

anwari_morr

د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات، کابل او پکتیکا ولایتونو په پولو کې پرون مرغومې ۲۶ مه له پاکستان څخه  راستنې شوې ۸۹کورنۍ چې ۲۳۲ تنه کېږي د  ګومارل شوو کمېټو له خدمتونو څخه برخمنې شوې.

 د ننګرهار ولایت له تورخم پولې څخه ۲۸ کورنۍ  چې ۷۳ تنه کېږي راستنې او د کمېټې له خوا ثبت او بایومټریک شوې، ۲۹کورنیو سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، د ۷۲کسانو په ګډون ۱۲ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته د تګ لپاره هرې کورنۍ ته یو زر او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوه او ۲۳ کورنۍ موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې او ۱۳۰ خیمې ولګول شوې.

په عمري کمپ کې ۷۵۰کڅوړې چمتو شوي خوراکي توکي، ۶۰ زره لیتره پاکې اوبه، کمپلې، غالۍ، ګاز ډبې او ۳۴ کڅوړې خام خوراکي توکي او ۱۳۳ سیمکارتونه ووېشل شول او ۶۰ تنه چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل کمیټې سره ثبت شول

 راستنېدونکو ته دننګرهار ولايت د آمر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري دبېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل شول او د مهاجرت نړيوال سازمان په همغږۍ ورته د مهاجرت ۳۰ ډوله فورمې ووېشل شوې.

دغه راز د کندهار ولايت د سپين بولدک له پولې څخه د ۱۴۰ تنو په ګډون ۲۹ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې او ثبت شوې، ۳۸کورنۍ په موقتي کمپ کې  ځای پر ځای شوې، ٢٤ کورنيو هرې یوې ته لس زره افغانۍ، ۴۵۰کڅوړې خوراکي توکي او د څښاک اوبه ووېشل شوي، ۱۸۰ کسانو درملنه وشوه ۳۶۶ کسانو ته د روغتیا په اړه معلومات ورکړل شول، خیمې، کمپلې او ۵۳سیمکارتونه وویشل شول او ۳۹ تنه چې مسلکي اسناد یې درلودل کاري کمیټې سره ثبت شول.

۳۴ ماشومانو ته چاودېدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي، او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او ماشومانو ته د ذهني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح ​​پروګرامونه هم برابر شول.

 د پکتیکا ولایت د انګورهډې سرحد کې ۲۴ ډوله خوراکي توکي  او د څښاک پاکې ووېشل شوې، او د اطلاعاتو کمیټې لخوا د ثبت، ترانسپورت، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد او اسلامي نظام پېژندنې، مهاجرت، صبر، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

د نیمروز ولایت له ورشیمو څخه د ۱۱۹کسانو په ګډون  ۳۲کورنۍ ثبت او یو زر ۲۴۳ مهاجرین راستانه شول، ۳۵ کورنۍ موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، ۱۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۰ زره افغانۍ او ۳۲ ډوله سیمکارټونه ووېشل شول او ۱۴۸ کسانو ته عامی پوهای ورکړل شو.

۱۱۹تنو ته د نوم لیکنې، ترانسپورت، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد او اسلامي نظام پېژندنې، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات ورکړل شول.

 او هرات ولایت کې ۵۲کورنۍ د بې ځایه شویو موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، کابل ولایت څخه ۲کورنۍ چې ۷ تنه وو د ترانسپورټ کمیټې لخوا کندز او بغلان ولایتونو ته انتقال شوې او ۱۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورته د لارې کرایه ورکړل شوه.