په فارياب ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د جدي میاشتې په ۱۷مه نیټه په فاریاب ولایت کې له ۷۳ بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې شوې مرستې په دوو برخو کې وې، چې له ډلې یې ځینو کورنیو ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ او ځینو نورو کورنیو ته ۴۷ زره او ۷۰۰ افغانيو په ارزښت د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا ووېشل شوې. یادې اړمنې کورنۍ د مهاجرینو ریاست له لوري پېژندل شوې او د یاد ریاست تر څارنې لاندې یې یاده مرسته تر لاسه کړې ده.