ځینو ولایونو کې سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

د جوزجان، سرپل، او پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو د ریاست د راپور له مخې ۱۹۳ بې ځایه شوو او راستنو کورنیو ته د مرغومي پر ۱۲مه سولرونه او نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دې مرسته کې د جورجان ولایت اړوند ۸۶ کورنیو ته دوه سولر، دوې بترۍ، یو کنترولر او نور اړوند وسایل او ۵۰۰ افغانۍ د نصبولو له پاره، سرپل کې ۳ کورنیو ته دوه سولر، دوې بترۍ، یو کنترولر او په پکتیا کې ۱۰۶ کورنیو ته ۴۷ زره او ۹۵۰ افغانۍ د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا د یادو ولایتونو د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې ورکول شوې.