سلګونه مهاحرين په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

 

۵۹۱ افغان مهاجرين د مرغومي پر ۹ نېټه د تورخم او سپين بولدک له پولو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي امريت د امر د راپور له مخې ۵۷ کورنۍ چې ۳۱۸ تنه وو، په جبري توګه د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي او د مهاجرينو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي.

د يو بل خبر له مخې د کندهار د سپين بولدک د امريت د امر د معلوماتو پر بنسټ ۵۵ کورنۍ چې ۲۷۳ تنه وو، په جبري توګه د سپين بولدک له پولې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.

د سپين بولدک د امر په وينا راستنېدونکي په ګومارل شوو کمېټو کې تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي.