کندوز کې لسګونو تنو سره د کاري وسایلو مرسته وشوه

کندوز ولایت کې ۸۱ کورنیو سره د مرغومي پر ۷ نېټه د کاري وسایلو مرسته وشوه.
یادو کسانو مخکې د امام صاحب په ولسوالي کې د فلزکارۍ، کرنې او معمارۍ اړوند ۴ میاشتنۍ حرفوي زدکړې کړې وې او له هغې وروسته ورسره د پنا غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د حرفوي وسایلو مرسته وکړه.