سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د آمر د راپور له مخې ۶۷ کورنۍ چې ۳۵۵ تنه کېږي له یادې پولې څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې او د مهاحرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې
د یو بل خبر له مخې د سپین بولدک د آمریت د معلوماتو پر بنسټ ۳۸ کورنۍ چې ۱۹۱ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې.
د سپین بولدک د آمر په وینا راستنېدونکي په ګومارل شوو کمېټو کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د خوړو نړۍ وال سازمان او د مهاجرت نړۍ وال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې
او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ د ګومارل شوې کمېټې له لوري ورکړل شوې.