سمنګان ولایت کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه
په سمنګان ولایت کې له ۶۳ راستنېدونکو کورنیو سره د لېندۍ پر ۳۰ نېټه، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
هر کورنۍ ته یوه بوجۍ وړه، یوه بوجۍ وریجې، دوې کمپلې او د پخلنځي اړین وسایل؛ د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او سرې میاشتې ریاستونو له خوا ورکول شول.