بلخ ولایت کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا د لېندۍ ۲۹ نېټه پر ۷۳ کورنیو د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ پخوا په مزارشريف ښار کې د یادې ادارې لهخوا مستحقې پېژندل شوې.
٦٥ کورنيو هر یوې ته د ٢٠ زره او ٥٣٥ افغانيو په ارزښت نغدي مرسته، د ناروې د مهاجرت شورا لهخوا او ۸ نورو کورنيو ته ١١ ډوله خوراکي او غير خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ د یاد ولایت د بېړنیو حالاتو کمېټې لهخوا و وېشل شوې.