غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې د تېرې پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲مه هرې کورنۍ ته د خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.