یوه ورځ کې د ایران سلګونه مهاجرین، په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول
په ایران کې مېشت ۸۰۹ تنه مهاجرین د لېندۍ د میاشتې پر۲۷ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ د پورتنیو کسانو له جملې څخه د کورنیو په ګډون ۳۰۶ تنه اړمن کسان د مهاجرت نړۍوال سازمان ته د مرستو په موخه ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
همدا راز په پوله کې د ټاکل شوو کمېټو له خوا ۹ کورنیو هر یوې ته ۱۰ زره افغانۍ او پر نورو ۲۳ تنو یو یو سیمکارت ووېشل شول.
دغه راز ۲۰۳ تنه نور راستانه شوي له روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شول.