په سمنګان ولایت کې له زرګونو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوه

د سمنګانو ولایت د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې د لیندۍ پر ۲۶ مه ۵ زره او ۹۳۱ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوه.
دغه کورنۍ د یاد ولايت د کډوالو چارو رياست له خوا په حضرت سلطان ولسوالۍ کې سروې او پيژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ سره به د افغان سولې رامنځته کوونکو موسسې له خوا د یاد ولايت د کډوالو چارو رياست تر څارنې لاندې د څو ورځو په لړ کې د ۵۶۰۰ افغانيو مرسته وشي.