له پاکستان څخه سلګونه کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

 د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د لېندۍ پر ۲۶مه په پاکستان کې د مېشتو ۳۷۴ افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار ولایت د تورخم د آمریت د معلوماتو له مخې ۷۴ کورنۍ چې ۳۷۴ تنه کېږي په جبري توګه راستانه شوي، چې د کډوالو چارو په اداره کې تر نوملیکنې او ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه؛ د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپیژندل شول.