لغمان کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

په لغمان ولایت کې ۳۰۰راستنېدونکو کورنیو ته د لیندۍ په ۲۳ مه نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ چې له وړاندې د مهاجرینو ریاست سره په همغږۍ د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د کډوالو د نړۍ وال سازمان له لورې یې یوه د ژمني پوښاک کڅوړه او ۱۳زره او ۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.