د  پاکستان څخه سلګونه  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ننګرهار ولايت دمهاجرينو چارو رياست د ليندۍ په ۱۶ مه د ۵۸۰ افغان مهاجرو د راستنېدو خبر ورکړ.

دننګرهار ولايت دتورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۱۰۹ کورنۍ، چې  ۵۸۰تنه کېږي له دې لاري په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او دمهاجرينو په ادارې کې له  نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور وبېژندل شول.