د وزارت  مسلکي مرستيال په کندهار کې د راستنېدونکو د مؤقتي کمپ  له کارونو ليدنه وکړه

anwari_morr
Tue, Nov 28 2023 11:37 AM
-

د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبد الرحمن راشد او د مؤقتې استوګنې د کمېټې رئيس د ليندۍ په ۶ مه  د کندهار ولايت د تخته پل  د مؤقتې کمپ له کارونو څخه ليدنه وکړه.
دوزارت مسلکي مرستيال؛ کندهار ولايت ته  په خپل کړي سفر کې  اړونده مسؤلينو ته لارښوونه وکړه تر څو خپل کارونه چټک کړي ده همداشان دکارونو دچټکتيا تر څنګ مسؤلينو ته دکارونو په کيفيت  هم ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې ياد کمپ د زرګونه کورنيو د ځايولو وړتيا لري او ددې ولايت د مؤقتې استوګنې د کمېټې له لورې له پاکستانه د اجباري راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه رغول کېږي  او  ډېری برخې يې  ګټې اخېستنې ته چمتو دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS