هرات کې د راستنېدونکو ستونزو ته د لاسرسي په موخه دويمه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
Thu, Nov 16 2023 12:29 PM
-

د راستنېدونکو ستوزنو ته د لاسرسي په موخه دويمه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال او والي به مشرۍ د اړوندو ادارو او د ملي او نړيوالو مرستنيدويه بنسټونو د استازو په شتون کې د لړم په ۲۴مه ترسره شوه.

د هرات ولايت والي مولوي نور محمد اسلام جار له همکارو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو د ستونزو په حل کې دې له دوی سره همکاري وکړي، هغه وويل، نړيواله ټولنه اړ ده، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د ناقانونه افغان مهاجرو د را ويستلو لړۍ وغندي او د راستنېدونکو د ستونزو د هواري له پاره لازم اقدامات ترسره کړي.

هغه زياته کړه، چې له يوبل سره په همکارۍ او همغږۍ کولی شو، چې ستونزې په تېزۍ سره حل کړو.

Latest news

BACK TO NEWS