لغمان کې له زرو زياتو کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
-

د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې يو زرو او ۲۵۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د لړم په ۲۳مه د نغدي مرستو د وېش لړۍ د پيل خبر ورکړ.
د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره يادو کسانو مخکې د کار په مقابل کې د پيسو د ورکړې برنامې له لارې د رودونو د پاکولو، د کرنيزو تخمونو د شيندولو او د لارو هوارولو په موخه د مهاجرينو چارو رياست له لوري د ښځو له پاره د ښځو مؤسسې په همکارۍ انتخاب شوي وو، چې هر يوه ته به يې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د يوې مياشتې کار په مقابل کې ۱۳ زره او ۲۵۰ افغانۍ نغدې ورکړل شي.