پکتيکا کې ۱۳۰ راستنېدونکو ته پاخه شوي خواړه ووېشل شول

پکتيکا ولايت کې له پاکستان څخه ۱۳۰ اجباري راستنېدونکو ته د لړم په ۲۳مه پاخه شوي خواړ ووېشل شول.
د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره يادې خوراکي مرستې د راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي عالي کميسېون له لوري د شرنې موقتي کمپ کې ووېشل شوې.
همدارنګه ۱۰ تنه راستنېدونکي، چې په بېلا بېلو مرضونو اخته وو، درملنه شوې او دياد کمپ د روغتيايي مرکز له لوري يې څارنه شوې.