د مهاجرت نړيوال سازمان د مهاجرينو چارو وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي

anwari_morr
Wed, Oct 18 2023 10:34 AM
-

د مهاجرت نړيوال سازمان مسؤولينو د مقام د دفتر رئيس قاري محمد اجمل وياړ سره په ليدنه کې له راستنېدونکو سره د خپلو مرستو د دوام  ډاډ ورکړ.
په دې ليدنه کې د مقام د دفتر رئيس د ياد سازمان د تېرو همکاريو څخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې د راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د پکتيا او پکتيکا ولايتونو په سرحدونو کې د خدماتو د وړاندې کولو په پار د دفترونو د فعالولو غوښتنه وکړه.
د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد او د مرستو د همغږۍ رئيس شېخ عبدالرحمن رحماني، چې په دې ليدنه کې يې شتون درلود، له پاکستان څخه یې د افغان راستنېدونکو د جدي ستونزو يادونه وکړه او د حل  په برخه کې يې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
په سرحدونو کې د مرستو د همغږۍ مسؤولې اغلې انګهراد او د دې ادارې د اړېکو مسؤول عبدالوارث وويل، چې د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ به د شته امکاناتو په لرلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
انګهراد زياته کړه، چې دا مهال د افغانستان په پولو کې د يادې ادارې دفترونه له نورو مرستندويه مؤسسو سره په تفاهم له راستنېدونکو سره خپلې مرستې ترسره کوي او د بوديجې په زياتوالي سره به خپلې مرستې لا زياتې کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS