د سرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د څښاک د اوبو يو ټانګر ولګول شو

anwari_morr

د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت  د دغه ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د تلې په ۱۹مه د څښاک د اوبو د يو ټانګر د لګولو خبر ورکړ.

د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو له مخې د سوزمه قلعه ولسوالۍ د لرک افغانيه کلي د بېځايه شوو کورنيو د ګټې اخيستنې په موخه لس زره لېتره د څښاک د پاکو اوبو ذخيره، بيا ځلې په همدې ځای کې د يادې ادارې له لوري ولګو شوه، چې په دې سره يې د څښاک د اوبو ستونزه حل شوه.