په يو شمېر ولايتونو کې له ۲۰ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې
په تېره (وږي) مياشت کې په ۱۹ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې له ۲۰ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې.
په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو د راپور له مخې ۲۲ زره ۶۰۲ کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په هرات، بادغيس، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل، ننګرهار، ميدان وردګ، جوزجان، باميان، قندهار، بدخشان، غور، کاپيسا، پروان، بغلان، لغمان او خوست ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يوشمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له خواه مرستې تر لاسه کړي دي.
سرچينې زياتوي، چې په يادو وېشل شوو مرستو کې خوراکي توکي، روغتيايي کڅوړې، نغدې پېسې، شېدې لرونکې وزې، د خیاطۍ ماشین، د وړيو د اوبدلو او د لمريزې برېښنا وسايل شامل وو.