مهاجرينو چارو وزارت او همکارو موسسو ترمنځ د همکاريو دوه هوکړه ليکونو لاسليک شول

sadam_morr
Tue, Jul 18 2023 3:25 PM
ـ

د څه د پاسه ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت  د مهاجرينو چارو وزارت  او دوه موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
دپن (PIN) موسسې سره د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې ياده اداره به په ميدان وردګو ولايت کې یوزرو 52 کورنيو ته   ۲ سوه، ۱۸ زره او ۷۶۶ امريکايي ډالره دنغدي مرستو، د کرونا ناروغۍ د عامه پوهاوي او تعذيه په برخه کې د د دغه ولايت مهاجرينو چارو آمريت تر څارنې لاندې مصرفوي.
همدارنګه د موسسه تحقيقات ومطالعات اجتماعي بيليم (BROSS) سره د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې ياده اداره به کابل، هرات، بلخ  او کندهار ولايتونو کې د ترکيې، پاکستان، ايران  او ارپايي هېوادونو څخه  راستانه شوو افغانانانوته  ۱۳۱ زره او ۴۳۷ امريکايي ډالره د سروې په برخه کې مصرفوي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار او د مسلکي معينيت سرپرست مولوي محمود الحق احدي  او د يادو موسسو د مسؤلينو ترمنځ لاسليک شول.

Latest news

BACK TO NEWS