(۲۶) افغانان د پاکستان له زندانه خوشې شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې (۲۶) افغانان د چنګاښ په (۱۶) مه د پاکستان هېواد د کوېټې له زندانه خوشې او هېواد ته را ستانه شول.
د سرچينې په خبره ياد خلک د قانوني اسنادو د نه لرولو له امله له د پاکستان هېواد په کوېټې زندان کې بنديان ول، چې د افغانستان سفارت او په دغه هېواد کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هڅو له زندانونو څخه خوشې او هېواد ته را انتقال شول، چې د نومليکنې څخه وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.