پکتيکا کې له دوه زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (CHAPO) موسسې له لورې د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د شمالي وزيرستان  ( ۲۵۹۶) بېځايه شوو کورنيو سره  مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په ارګون او برمل ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مرستحقې په نښه شوې وې د غبرګولي له (۲۰) مې څخه تر (۲۳) مې هرې کورنۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي وېشل شوي دي.