د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال لوګر ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
Wed, May 31 2023 7:05 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد  دیو پلاوي په مشرۍ،چې ور سره د داخلي بېځایه شوو وضعیت ته د رسېدو ریس مولوي سردار محمد شېرزاد هم ملتیاکوله  لوګر  ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي راشد د لوګر ولایت د  مهاجرینو چارو آمریت کړنې وارزولې،  په دغه ولایت کې یې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو  کورنیو سروې ګټوره وبلله او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمر ته یې لار ښوونه وکړه، چې د مرستندویه بنسټونو  مرستې دې د مهاجرینو چارو آمریت  سره په همغږۍ ووېشل شي.

مسلکي مرستیال  د مهاجرینو چارو آمريت مسؤلينو ته ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې به راستنېدونکو او بېځايه شو ته لاډېر خدمات وړاندې کړي.

هغه همدارنګه د یو شمېر راستنېدونکو  او داخلي بېځایه شوو سره هم لیدنه وکړه او د  اکرو موسسې له لورې (٢٥١) کورنیو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي و د  نغدي مرستو د وېش برنامې کې ګډون وکړ او یو شمېر کورنیو ته یې په خپل لاس نغدې مرستې ووېشلې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS