د تخار ولايت د نوې ځای پر ځای کېدنې کمېټه پرانيستل شوه

sadam_morr
Sat, May 04 2019 8:15 AM
کمیته ادغام مجدد ولایتی، ولایت تخار ایجاد و افتتاح شد

 په تخار ولايت کې د نوې ځای پرځای کېدنې کمېټه او معلوماتي مرکز د تېرې دوشنبې په ورځ د غويي په ۹مه پرانيستل شوه.

ددغې کمېټې او د کډوالو معلوماتي مرکز د پرانيستې مراسيم چې د تالقانو په ښار کې د تخار ولايت د کډوالو چارو په رياست کې جوړ شوي و په کې  د ولايت مرستيال محمد فريد ذکې، د کډوالو وزارت د راستنېدونکو او نوې ځای پرځای کېدنې عمومي رييس رحمت الله حکيمي ، د مدني ټولنو غړو، د دولتي ادارو چارواکو او د يو شمېر نړيوالو ادارو استازو شتون درلود.

په همدې حال کې د خوراک نړيوال سازمان  (WFP) د تخار ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ د تېرې چهار شنبې په ورځ د غويي په ۱۱مه ۴۶۵ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته هم وکړه.

 

Latest news

BACK TO NEWS