په اداري کمپلکس کې د مهاجرینو چارو وزارت د نوې ودانۍ لپاره ځای وټاکل شو

anwari_morr
Wed, Mar 15 2023 8:46 PM
-

په اداري کمپلکس کې د مهاجرینو چارو وزارت د نوې ودانۍ د جوړېدو لپاره مناسبه ساحه وټاکل شوه.
له دې وړاندې په اداري کمپليکس کې مهاجرینو چارو وزارت ته د قروغ غره تر څېرمه یوه ساحه ځانګړې شوې وه، چې د ودانۍ د جوړېدو  او استوګنې لپاره مناسب ځای نه وه، چې د الحاج اصل خان مصلح په مشرۍ د ښار ګوټو د خدماتو ریاست په هلو ځلو او د دغه رياست د انجينرانو د تخنيکي ټيم او د چارو ادارې له لورې ورته نوې او مناسبه ساحه وټاکل شوه.
د مهاجرینو چارو وزارت نوې ځانګړې شوې ودانۍ، د نوي پارلمان او تاج بېک قصر ترمنځ موقعيت لري.
د يادې ځمکې نقطه ګذاري او سروې د چارو ادارې د اداري کمپلس د تخنيکي ټيم له لورې  تر سره شوه، او د ودانۍ د طرحې او ډيزان کار پیل شو.

Latest news

BACK TO NEWS