له درې سو زیات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې په (٢٢) مه(٣٩٦) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينوچارو د رییس د معلوماتو له مخې په يادو راستنېدونکو کې (٣) کورنۍ چې (١١)تنه کېږي (٣٨٥) تنه مجردین ول،چې له ډلې يې(٣)کورنۍ،(٣) تنه نارینه او(٨) تنه ښځينه د (٦٢) تنو نورو مجردینو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ) ته ور وپېژند شول.