د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې   د تلې په ( ۲۶) مه او (۲۷) مه   (۳۳۵۱) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (۹۰) کورنۍ چې (۳۷۶) تنه کېږي د( ۲۹۷۵) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۵۳) کورنۍ چې (۱۱۶) تنه نارينه او  (۱۳۰) تنه ښځينه د ( ۳۹) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.