لغمان او پروان کې لسګونو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د لغمان او پروان ولايت د مهاجرينو رياستونو له لورې د مرستندويه بنسټونوسره په ګډه همغږۍ (۱۴۰) کورنيو سره د وږي په (۲۱) مه او (۲۲) مه  نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.

د لغمان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست  له لورې ( ۱۱۶) اړمنو کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه (۵۰) کيلويي غنم او  د  پروان ولايت دمهاجرينو رياست له لورې (۲۴) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۲۶) زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.