د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Thu, Sep 08 2022 8:20 PM
_______
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ ددغه وزارت له رئیسانو سره اوونیزه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې طبیعي پېښو ته د رسېدو لپاره په کاري چوکاټ او داخلي بې ځایه شوو په ستونزو او حل لارو خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني وویل:(( ټول کارونه باید د قانون له مخې پرمخ ولاړ شي، هېڅوک له قانون لوړ نه دی او ولس پر مونږ حق لري، چې په خپل کاري چاپیریال کې خدمات ورته وړاندې کړو)).
نوموړي ټولو رئیسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ولس پرمخ مو خپلې دروازې خلاصې کړئ او ورسره له ترحم او شفقت څخه کار واخلئ.

Latest news

BACK TO NEWS