له ايران څخه سلګونه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
sadam anwari

د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ د وږي په ( ۱۰) مه (۳۱) کورنۍ،چې (۱۱۴) تنه کېږي د ( ۵۷۰) تنو نورو مجردينوسره په جبري او ( (۵) کورنۍ چې ( ۱۸) تنه کېږي د ( ۱۹۶) نورو مجردينو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي.

د سرچينې په خبره د يادو کورنيو له ډلې (۲۱) کورنۍ، د ( ۳۹) تنو نارينو، ( ۴۳) تنه ښځينو او همدارنګه (۱۴) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.