نوزاد ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_
 
دیوشمېر مرستندویه بنسټونو له لورې دهلمند ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٣٧) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادو کورنیو ته دخوراک نړیوال سازمان ( WFP)، دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او (UNICEF) د مرغومي په (٨) مه هرې کورنۍ ته یو اندازه خوراکي اوغیر خوراکي توکي ووېشل شول.