د چين هېواد دخیریه بنسټ مرستې مهاجرينو وزارت ته وسپارل شوې

sadam_morr
Wed, Dec 22 2021 9:54 PM
morr

داړمنولپاره دچین هېواد دخلکو دخیریه بنسټ مرستې دمرغومې په لومړۍ نېټه دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوې.

په یادو مرستوکې (١٠٠٠) شل کیلویي بوجۍ شاملې وې چې دچين هېواد د (SICA) نړيوال خيريه بنسټ له لورې د مهاجرينو وزارت مرستیال محمدارسلاح خروټي په شتون کې دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو وزارت ته وسپارل شوې.

په لومړيو کې(SICA )د چين هېواد نړيوال خيريه بنسټ مسؤل خبرې وکړې ویې ويل، موږ به د مهاجرينو وزارت سره په دوامداره توګه خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

محمد ارسلاح خروټي د چين هېواد د مرستو څخه مننه وکړه ویې ویل چې بايد ياد ګاونډي هېواد خپلې مرستې زياتې او دوامداره کړي.

همدارنګه د وزارت مرستيال وويل چې دا مرسته به زرو مستحقو کورنيو ته ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې دچین هېواد د یوښوونځي او یو دارالایتام دجوړېدو ژمنه وکړه او زموږ هیله دا ده چې ددغه هېواد مرستې دوامداره او لا ډېرې شي.

Latest news

BACK TO NEWS