هلمند کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې(UNHCR) په مالي لګښت د (HARDI) له لورې دهلمند ولایت دکډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٠٠) اړمنو بېځاپه شوو کورنیو سره داقتصادي ستونزو دحل او کار په موخه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله زیانمنې شوې وې او د هلمند ولایتدکډوالو چارو ریاست له لورې دمرستندويه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې اوپه نښه شوې وې دلیندۍ په (٢٠) مه په لښکر ګاه ښار کې هرې کورنۍ ته دضرورت په اندازه د(٨٥) امریکايي ډالرڅخه تر( ٢٠٥) امریکايي ډالرو پورې د کډوالوچارو درییس مولوي انقیادی،استخباراتو اویوشمېر چارواکو په شتون کې ووېشل شوې.
هغه وويل: د روان کال تر پایه موږ پلان لرو چي ترپېنځه زره اړمنو بېځايه شوو کورنیو پورې دامرستې ورسوو ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې بېځايه شوو او زیانمن شوو کسانو ته دکارو بار زمینه برابره کړي.