پروان کې بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې

Anonymous (not verified)
----

دیوشمېرهمکارو مرستندویه ادارو له لورې دپروان ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٦٥٠بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې شوې.

 یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دسیاګرد او شینوارو ولسوالۍ څخه د ارغوان هوټل تالار او ګل غونډۍ تپې ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٩مه هرې کورنۍ ته کمپلې،روغتیایي کڅوړې،فرش،خوراکي مواد او دڅښاک اوبه ووېشل شوې. همدارنګه روغتیایي ګرځنده ټیمونه دویته لاسری لري.