کډوالو وزير د عملياتي پراختيايي ادارې د مرستيال سره د وزارت د ودانۍ په هکله خبرې وکړې

sadam_morr
Mon, Apr 26 2021 7:22 AM
_____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي  د چارو رياست د عملياتي پراختيايي ادارې د مرستيال او اداري کمپليکس برنامې د مشر سره د وزارت د ودانۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
دغو چارواکو معلومات وړاندې کړل او د اداري کمپليکس د ودانۍ جوړولو يادونه يې وکړه کومه چې دوی د کډوالو وزارت د بنسټيزو ودانيو لپاره
۶ زره او ۷۵۰ متره مربع ځمکه په نظر کې نيولې ده.

په ورته وخت کې نور الرحمن اخلاقي د دې ادارې کړنې وستايلې مننه يې وکړه ويې ويل: چې سږکال د ودانيو جوړولو لپاره له څلوېښت ميليونو څخه ډېره بوديجه لري او د پاتې بوديجې چمتوکولو لپاره به د ماليې وزارت سره خبرې وکړي.

 

Latest news

BACK TO NEWS