بلخ کې د داخلي بېځايه شوو دحقونو لوړولو لپاره يوه روزنيزه ناسته وشوه

anwari_morr
Tue, Nov 10 2020 9:16 AM
___________

دغه ناسته د لړم په ۱۲مه د بلخ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د ويت هونګرهيلف (WHH) ادارې سره په ګډې همکارۍ  جوړه شوې وه، چې پکې  دهېواد نافذه قوانيونو سره سم د داخلي بېځايه شوو دحقونو اود اخلي بېځايه شوو د ملي پالېسۍ په اړه خبرې وشوې.

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت مالي او اداري مرستيال نجينر غلام فاروق خپلواک، د کډوالو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو عمومي رئيس مهر خدا صبار او د بلخ ولايت دکډوالو چارو رئيس شتون درلود.

په لومړي سر کې د بلخ ولايت مالي او اداري مرستيال په دغه ولايت کې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د ستونزو دحل په اړه خبرې وکړې ټينګار يې وکړ، چې دوی ته بايد په ښه ډول پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې د داخلي بېځايه شوو عمومي رئيس د داخلي بېځايه شوو دحقونو، د داخلي بېځايه شوو دملي پالېسۍ او همدارنګه د دولتي ادارو  او ملي او نړيوالو بنسټونو د مسوليتونو او د داخلي بېځايه شوو د ستونزو او ددې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې چې د داخلي بېځايه شوو خلکو لپاره ژمنۍ مرستې چمتوکوي.

د ورکشاپ په پای کې د ټولو ګډونوالو سره ډله ييزبحث ترسره شو او ناسته په ښه فضا او همکارۍ پای ته ورسېده.

Latest news

BACK TO NEWS