بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۲۱ قوطۍ بيسکوېټ، ۱۴ کيلو مقوي شوي اوړه او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.