فارياب کې سلګونه کورنۍ دنغدي مرستو څخه برخمنې شوې

anwari_morr
456

دفارياب ولايت دک‌ډوالو چارو رياست په همکارۍ د زمري په ۲۹مه ۴۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره په دغه ولايت کې نغدي ووېشل شوې.

دغه کورنۍ چې مخکې دجګړو له امله ددې ولايت دولسواليوڅخه مرکز ته رابېځايه شوې وې چې ددغې ادارې په همکارۍ او هغمږۍ دموسسو له لورې سروې او په نښه شوې.

يادې مرستې  ۶۰۰۰ افغانۍ دي چې د بانکي اويز له طريقه  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پراختيايي بوديجې څخه وې، چې دفارياب ولايت دوالي، دکډوالو استازو، ولايتي شورا، علما، مدني ټولنو، رسنيو او کډوالو چارو وزارت استازو په شتون کې ووېشل شوې.