فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمانWFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۵بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍو چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د کب په ۱۵مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلواوړه، ۱۰ لېتره غوړ،۷ کيلو دالنخود او يو پاکټ مالګه مرسته ووېشل شوه.