فراه کې بېځايه شوو کورنیوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې اوکليو پراختيارياست له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۷ بېځايه شوو کورنیوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله دبېلابېلوسيموڅخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۳مه هرې کورنۍ ته دپخلنځي مکمل سامان الات، يو ترپال او دوه توشکونه مرسته ووېشل شوه.