بدخشان کې ۲۸۰۰ بېځايه شوو کورنيوته دژمنيو مرستو لړۍ پيل شوه
د MISSION EAST موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۲۸۰۰ بېځايه شوو کورنيوته دژمنيو مرستو لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ،چې د يوشمېر نا امنيو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۱۹مه هرې کورنۍ ته يوه پنځه کيلويي ګازډبه، يوه اوکرينا چاپان بخارۍ او ۱۸۰ کيلو ګاز د دريومياشتو لپاره ووېشل شو.