د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

anwari_morr
Wed, Oct 07 2026 2:22 PM

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی، باید پر ارزښت یې پوه شوو او سمه ګټه ترې واخلو.
هغه وویل: باید وخت ضایع نه کړو، سمه ګټه ترې واخلو او د الله تعالي عبادت وکړو. د وخت ارزښت ته پام کول مو د دنیوي او اخروي موخو ترلاسه کولو ته هڅوي.
همدارنګه د وزارت د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي شیخ عبدالرحمن رحماني وویل: وخت ستره شتمنۍ ده، که سمه یې مدیریت نه کړو، ژوند مو بې مانا کېږي. باید غفلت ونه کړو او وخت د دنیوي او اخروي ګټو لپاره وکارو.
نوموړي زیاته کړه، که وخت په بېځایه کارونو کې ضایع کړو، له اخروي نعمتونو بې برخې کېږو. باید هره شېبه غنیمت وګڼو، د الله تعالي ذکر وکړو او رضا یې ترلاسه کړو.
ورپسې ښاغلي مولوي ګل غني واعظ د یاد ریاست په استازولۍ ( په اسلامي ټولنه کې د وخت ارزښت) تر عنوان لاندې پرزینټېشن وړاندې کړ او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

BACK TO NEWS