د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم ، د الکترونیکي حاضرۍ دستګاه او وسایلو د برابرولو او تدارک قرارداد د طلحه زبیر تکنالوژۍ او لوژستیکي شرکت ته، چې د (0101-20275) جواز لرونکی او د کابل ښار، شهر نو، په حاجي یعقوب څلورلارې موقعیت لري، د۵۵۰ زره او ۳۵۰ افغانیو په مجموعي بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي وګړي، چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې تر پینځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یو ځای په لیکلي ډول، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو امریت ته، چې د واصل‌ اباد په سیمه کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او تر هغه وخته، چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نور قانوني پړاوونه طی مراحل نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.